کابل باختردکب دمياشتې ٢ نيټه :
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو د چارو معين ډاکټر کمال سادات نن
( دصلح جهاني ، دست بافت قالين ) په نامه نندارتون په ملي نګارستان کې پرانست.
د باخترآژانس د خبريال د خبرله مخې ؛ د دغه نندارتون د پرانستلو په مراسمو کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سلاکارانو ډاکټر طارق رشاد ، محمدصابر مومند،د دغه وزارت يوشمير ريېسانو او په کابل کې د فدراتيفې روسيې د فرهنګي مرکز ريېس ګډون کړى وو.
په دې نندارتون کې ١٢ کوچنۍ غالۍ چې په هغو کې د افغانستان او نړۍ د يو شمېر مشرانو انځورونه د بسم الله عيسى زاده له خوا انځور شوي دي ، نندارې ته وړاندې شوې .
په دغو مراسمو کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو د چارو معين د دې ترڅنګ چې د عيسى زاده د هنري کارونو له امله يې قدرداني وکړه و ويل چې ؛ د هېواد هنرمندان دې د بيلابيلو هنرونو له لارې د سولې پيغام نړيوالو ته ورسوي.
ده د هېواد له ټولو خلکو او په تيره بيا هنرمندانو څخه وغوښتل چې په خپلو
هنري کارونوسره زياتې هلې ځلې وکړي،څو د سولې او روغې جوړې پيغام نړيوالو ته ورسوي اوله دې لارې د هېواد د سولې په بهيرکې ونډه واخلي.
دغه راز بسم الله عيسى زاده د خپلو هنري کارونو په باب معلومات ورکړل او ويې ويل ؛ چې د دغو غاليوکار په دوو کلونو کې بشپړ شوى دى او د افغانستان او نړۍ د يوشمير مشرانو د انځورونو انځورول نړيوالو ته دافغانانو اوپه تيره بيا د هنرمندانو د سولې د پيغام رسول دي.
ده وويل ؛ د نړۍ له اغيزمنو مشرانو څخه له دې جملې څخه د امريکا د متحده ايالاتو د جمهور رئيس ترامپ او د روسيې له جمهور رئيس پوتين څخه غوښتنه کوو چې، په افغانستان کې دسولې په راوستلو کې همکاري وکړي.
په کابل کې د فدراتيفې روسيې د فرهنګي مرکز ريېس هم په خپلو خبرو کې د عيسى زاده د کارونو قدردانې وکړه او ويې ويل چې، موږ په افغانستان کې د سولې له تامينولو سره علاقمند يو.
د ملي نګارستان مسوولې صابرې رحماني هم په خپلو خبرو کې د هنرونو د ودې او د هنرمندانو د هڅونې په لاره کې د دغه شان نندارتونونو جوړول ارزښتناک وبلل او څرګنده يې کړه چې، ملي نګارستان تل دنندارتونونو په جوړولو کې د هنرمندانو په خدمت کې دى او له هغوى سره همکاري کوي .
پاى ج ذ
1 2 دقیقې لوستل