کابل باختر د وري نهمه :
دافغانستان پخواني جمهور رييس حامدکرزي دملي شورا په ودانۍ دراکټي بريد عاملان وغندل .
دافغانستان پخواني جمهور رييس مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ دافغانستان پخواني جمهور رييس حامدکرزي دهېواد دملي شورا په ودانۍ نننۍ راکټي بريد په ډيرو سختو الفاظو سره وغانده .
حامدکرزي دملي شورا په ودانۍ بريد چې دخلکو استازي هم پکې و دافغانستان خلکو ته سپکاوي وباله او دغه ناوړه او نه بخښوونکى عمل يې دافغانستان دخلکو ددښمنانو کار وباله .
0 د یوې دقیقې څخه لږ