سیاست

دافغانستان دبهرنيو چارو وزير داستراليا له سفيرې سره وکتل

کابلباختر د مرغومې د مياشتې ٢٣
دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيوچارو وزير صلاح الدين رباني داستراليا له  نوې سفيرې ميرمن نيکولاګاردن اسميت سره په کتنه کې دکابل  اوکامبيرا ترمنځ اړيکې مهمې وبللې .
دبهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفترباختراژانس ته خبرورکړ. داستراليا سفيرې  په افغانستان کې د سولې لپاره دخپل هيواد دليوالتيا يادونه وکړه  او ويې ويل استراليا غواړي  چې په افغانستان کې دسولې او امنيت دټينګښت  لپاره  کارنده رول ولوبوي اودکابل  دبهير دبرياليتوب لپاره به هم هڅه او هاند وکړي .
ددواړو لورو ددواړوهېوادونوترمنځ داړيکو په پراختيا باندې تينګار وکړ .
  ختږ_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته