امنیت

نهه وسله وال طالبان په قندهار کې ووژل شول .

کابل / دمرغومي ٧مه / باختر:
نهه وسله وال طالبان په قندهار کې  له پوځيانو سره په جګړه کې ووژل شول .
په دغو وسله والو طالبانوتېره شپه په خاکريز ولسوالۍ کې هغه وخت بريد وشو چې غوښتل يې دپوځيانو دسپرلۍ په کاروان بريد ته چمتو شي .
دهېواد په جنوب کې داتل قول اردو باختراژانس ته خبرورکړ  چې په دې جګړه کې  دطالبانو دډلې  ديو قوماندان په ګډون  ٩ وسله وال طالبان ووژل شول .
خبرپاڼه زياتوي  يرغلګر مخکې له دې  چې دخاکريز دولسوالۍ بازارته څېرمه  دپوځيانو دسپرلۍ په کاروان يرغل وکړي  دامنيتي ځواکونو په ډزو کې ووژل شول .
ديوبل خبرله مخې ، دوسله والو طالبانودډلې دجنګي وسايلو يوه زيرمه په قندهار کې کشف شوه .
دغه زيرمه په ميوند ولسوالۍکې دطالبانو په يوه پټنځي کې ساتل کېده .
پوليس وايي  له دغې زيرمې څخه  په لسګونو ماينونه اوبمونه اويوه اندازه چاوديدونکي توکي ترلاسه شوي دي .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي  چې په قندهار کې ديولړ چاودنو مخه ونيول شوه
پوليسو نن سهار دقندهار ولايت له ګڼ مېشتو لارو څخه اته ماينونه کشف او شنډ کړل .
  ختم_ ج – اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته