سیاست

جمهور رئیس غني په پلازمېنه استانه کې له افغان محصلانو سره وکتل

کابل باختر دلړم ديرشمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني چې د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشري په رسمي سفر قزاقستان ته تللی و، پرون ماسپښین یې په پلازمېنه استانه کې له هغو افغان محصلانو سره وکتل، چې په دغه هېواد کې په تحصیل بوخت دي.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې چې د ریکساس هوټل د غونډو په تالار کې ترسره شوه، لومړی څو تنو محصلانو د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او د محصلانو ستونزې یې له جمهور رئیس سره شریکې کړې.
جمهور رئیس په ځنډ د محصلانو د تنخواګانو د ستونزې د اساسي حل په موخه وویل، د بهرنیو چارو او مالیې وزارتونو مسوولین به په نږدې راتلونکي کې دغه ستونزه په اساسي توګه حل کړي.
جمهور رئیس غني همدارنګه د ډالرو د ارزښت د زیاتوالي له امله د محصلانو په تنخواګانو کې د راغلي تفاوت د اساسي څېړنې په موخه په قزاقستان کې د افغانستان سفیر ته لارښوونه وکړه، چې د دغې ستونزې د حل په موخه اساسي څېړنه وکړي.
محمد اشرف غني وویل، د پاسپورټونو د برېښنایي کېدلو چارې پیل شوي او د دې لپاره ټول امکانات برابر شوي دي، نو دا ستونزه به په نږدې راتلونکي کې حل شي. همدارنګه یې  مسوولینو ته  لارښوونه  وکړه، چې د تحصیلي بورسونو په برخه کې دې افغان ښځینه محصلانو ته هم پام وړ ونډه ورکړى شي.
جمهور رئیس افغان محصلانو ته په خطاب کې وویل،  د باکیفیته زده کړوپه موخه د نظري زده کړو تر څنګ عملي کار او برخې ته هم توجه وکړي، تر څو له ګټورو تجربو سره بېرته هېواد ته راستانه شئ او خپل هېواد او خلکو ته لا ښه خدمت وکړئ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته