نړۍ

په لسګونو تنه مليشه طالبان په خيبر ايجنسۍ کې ووژل شول

پيښور –دي دان – باختر د ليندۍ دمياشتې ١٤
د تيرا وادي د کوکي خيلو په سيمه کې تېره شپه د ياغيانو په پټنځيو د پاکستان د جنګي الوتکو په بريدونوکې څه ناڅه ٣١ تنه مليشه طالبان ووژل شول او په لسګونو تنه نور ټپيان شول.
باختر آژانس د پاکستان د ډان ورځپاڼې د خبري سايت له خولې خبر راکړ: په هغې وينا کې چې د پاکستان د دفاع وزارت له خوا خپره شوې ده؛ ويل شوي دي چې په دې بريدکې د وسله والو طالبانو د ډلې څلور پټنځي هم ويجاړ شوي دي .
دپاکستان اردو په پيښورکې د پوځيانو تر ادارې لاندې په يوه ښوونځي کې د يو ١٣٣ ماشومانو په ګډون د ١٥١ تنو له وژل کيدو وروسته ، په قبايلي سيمو خپلو بريدونو ته زور ورکړى دى .
پاکستاني طالبان د روان کال د لړم له مياشتې را په دې خوا په دغو سيموکې په مليشه طالبانو او د لښکر اسلام د ډلې په غړو بريدونه کوي.
د تيرا وادي، د خيبر ايجنسۍ يوه سيمه ده چې په وروستيو مياشتوکې د طالبانو د پټنځيو پرخلاف هوايي بريدونه پيل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته