ټولنه

په جوزجان کې دوه تنه په ترافیکي پېښه کې ووژل شول

کابل/ د مرغومي ٢٢مه/باختر
دوه تنه پرون په جوزجان کې په ترافیکي پېښه کې ووژل شول او ۷ نور یې ټپيان شول.
د جوزجان د عامې روغتیا مرستیال فرید عزیزي باختر آژانس ته وویل: پېښه د شبرغان ښار په څلور کیلومترى کې هغه وخت رامنځته شوه چې یو ګړندي تګ موټر له یو شمېر خلکو سره ټکر وکړ.  
خبرځای زیاته کړه چې په پېښه کې دوه سړي ووژل شول او د چلوونکي په ګډون۷ تنه  نور ټپيان شول چې د درملنې په موخه د جوزجان ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي او د درېیو ټپیانو روغتیایي حالت ښه نه دی.
د جوزجان د امنیې قوماندانۍ د ترافیکو آمر د دغې پېښې د رامنځته کېدو علت په واټ کې د واورې شتون، بې احتیاطي او د چلوونکي زیات ګړندیتوب بللى دى.
پای/شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته