سیاست

تبصره :

کابل  باخترد وري  دمياشتې  ١٢ :
قطرته د جمهور رييس کرزي سفر د افغانستان د اسلامي جمهوريت د دولت له سوله ييزو هڅوسره پيوند لري. د افغانستان خلک په دې کارهيله لري چې دقطر دولت وکولاى شي په دې لاره کې له دوى سره همکاري وکړي.
دباخترآژانس مبصر ليکي :
دقطر مرکز دوحه پرون دافغان سياستوالو د پاملرنې په مرکزکې ځاى درلود. دقطر په نسبت  پاملرنې له هغه وروسته زور واخيست چې دافغانستان په دوحه کې له مخالفينوسره د خبرو د دفتر له جوړولو سره موافقه وکړه.
دافغانستان د دولت موافقه په دې مقصدوه چې طالبان دافغانستان د دولت د وسله والومخالفينو داصلي اړخ په توګه د مشخصې پتې د نشتوالى له ګډوډي  څخه وژغورل شي، مشخصه پته ولري چې له هغوى سره اړيکې ونيول شي او د هغوى نظر اوخبرې واوريدل شي. مخکې له دې طالبانو دپاکستاني کړيو له لارې  خپلې اړيکې له نورو سره ټينګې کړې دي چې دې کار طالبان له ګډوډ حالت سره مخامخ کړى دى .
په دې ترڅ کې چې د هغو په نسبت باور اواعتماد ترپوښتنې لاندې نيول له پاکستان څخه ددغې ډلې مستقيم اغيزمنتوب يې څرگنداوه.
دچاروکارپوهان په بېلابېلو اړخونوکې قطر ته دجمهوررييس کرزي سفر څيړلى دى په دې  ځاى کې ډيره مهمه خبره په افغانستان کې د سولې اوثبات اعاده کولو لپاره دقطر دمقاماتو له امکاناتو څخه استفاده ده.
پخوا دافغانستان دولت اعلام کړى دى چې په هيواد کې دثبات  د اعاده کولو لپاره له هرامکان څخه استفاده کوي.
په تيرو وختوکې دافغانستان دولت په هيواد کې دثبات د اعاده کولو په لاره کې د سعودي عربستان دسلطنتي کورنۍ دغړو اوپه دغه هيوادکې دمذهبي ټولنو له امکاناتو څخه استفاده کړې ده .
په دې ترڅ کې يې په وار وار له پاکستان څخه غوښتي دي چې د سولې په تامينولو  او دبين الافغاني خبرو د بهير په ګړندي کولو کې مرسته وکړي او اوس دوحه په افغانستان کې د سولې دخبرو لپاره يوه بله دريڅه  بلل کيږي او دافغانستان دولت غواړي له دغه امکان څخه هم د ارادې پربنسټ لازمه استفاده وکړي. ددغو هڅو ترڅنګ دحامدکرزي په مشرۍ دافغانستان دولت په دې ټکى ټينګارکوي چې بايد افغانستان د دولت او د وسله والو مخالفينو ترمنځ د سولې خبرې يو افغاني بهير اوپه  افغاني مديريت سره وي .
په داسې حال کې چې يوشمير بهرنيو کړيو اوپه تيره بيا پاکستان هلې ځلې کړې دي  چې په دې بهيرکې خپلې ګټې ولټوي او د سولې بهير په خپل ګنترول کې ولري.  طالبانو په دوحه کې دمشخصې پتې په لرلوسره په  حقيقت کې دسولې دخبرو لپاره بديله لاره پرانستله  اوسره له دې چې تراوسه پورې دا نه ده په ډاګه شوى چې دوحه  ته دجمهوررييس کرزي دسفر په بهيرکې به آيا  له طالبانوسره دخبرو له دفتر سره هم اړيکې ونيول شي؟ خوپه دې کې دشک ځاى نشته چې په دې سفرکې به دسولې دتامينولو په لاره کې دقطري مقاماتو له امکاناتو اونظريو څخه استفاده وشي  او داټکى به  تفهيم شي چې د سولې هر راز خبرې دې بايد په افغاني مديريت سره وي.
لکه څنګه چې حامدکرزي په هغو خبروکې چې په دوحه کې له ميشتو افغانانوسره يې وکړې؛ څرګنده کړه چې په هيواد کې دسولې دټينګښت په لاره کې به هر هغه څه چې په توان کې لرو؛ ترسره کړو.
کرزي دا ټکى څرگندکړچې موږسوله غواړوخوبايد د وروستى لسيزې برياليتوبونه او دافغانستان خپلواکۍ، ملي واکمنۍ او عزت وساتل شي .
ده له بهرنيانو څخه وغوښتل چې زموږ دخلکو د ملي واکمنۍ، دودونو اوعنعناتو درناوي وکړي. خلک هيله لري چې دوحه ته د جمهور رييس کرزي سفر د سولې بهيرپياوړى کړي او د يوبل په پيژ ندنې او زغم کې له افغانانوسره مرسته وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته