امنیت

درې تنه مشکوک غله په تخارکې ونيول شول

تالقانباختر دتلې دمياشتې  دويمه  نيټه  :
د تخار ولايت د ملي امنيت منسوبينو درې تنه د پيسو د غلا کولو په تور ونيول.
د تخار ولايت د ملي امنيت يو خبرځاى باختر آژانس ته وويل چې دغه درې تنه د کلفګان ولسوالۍ د بازار له يوه دُکان څخه د سلو زرو امريکايي ډالرو او پنځه ويشتو زرو افغانيو د غلا په وخت کې ونيول شول.
پيښه تر څيړنې لاندې ده .
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته