کابل / د لړم ١٠مه / باختر : د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمیسیون غونډه پرون ماښام په ارګ کې جوړه شوه. د جمهور رييس د وياند دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ : د ۳۱ تدارکاتي مواردو د ارزونې په پایله کې په کابل کې د ملي وحدت شهید استاد عبدالعلي مزاري مصلی د غونډو صالون په ګډون له ۲.۶ میلیارد څخه د زیاتو افغانیو په ارزښت ۲۷ تدارکاتي موارد کمیسیون منظورکړل. وروسته اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون د دې کمیسیون د اړتیا وړ پنځو زرهي موټرو د کرایه کولو پروژې د تعدیل مراحلو په اړه د لارښوونې وړاندیز وکړ چې ملي تدارکاتو کمیسیون منظور کړ او مالیې وزارت ته لارښوونه وشوه چې له زرهي موټرو څخه د استفادې د څرنګوالي په اړه طرحه ترتیب او کمیسیون ته وړاندې کړي. کابل ښاروالۍ د وزیر آباد کانال ساختماني پروژې (د وخت تمدید) د قرار داد تعدیل منظورۍ وړاندیز وکړ چې د کمیسیون له لوري منظور شو. د کانونو او پټرولیم وزارت د شبرغان ـ مزار شریف پایپ لاین پروژې د اړتیا وړ ۸۰ تنه امنیتي ساتونکو پروژې (د قېمت له زیاتوالي سره د وخت تمدید) د قرارداد تعدیل منظورۍ وړاندیز وکړ چې د کمیسیون له لوري تایید شو او مالیې او اقتصاد وزارتونو او ملي تدارکاتو ادارې ته دنده ورکړل شوه چې د عامه ساتنې تصدۍ له لوري د ساتنې خدمتونو وړاندې کولو په بدل کې د قېمت وړاندې کولو څرنګوالي په تړاو یوه طرحه ترتیب او کمیسیون ته وړاندې کړي. د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې په ننګرهار، کندهار، بلخ او هرات ولایتونو کې د ولسي تړون پروګرام د تطبیق لپاره د همکاریو په موخه د مشورتي خدمتونو ( د همکارو موسسو ګومارنه) قرارداد تعدیل (د وخت تمدید) د منظورۍ غوښتنه وکړه چې منظور شوه. د افغانستان بريښنا شرکت د برېښنایي تجهیزاتو او ساختماني موادو د تدارک پروژې د بېلابېل ډوله کېبلونو (شپږم لاټ) د تدارک او برابرولو پروژې په اړه د لارښوونې وړاندیز وکړ چې په دې اړه لازمې لارښوونې وشوې. بهرنیو چارو وزارت په تاشکند کې د افغانستان سفارت د ودانیو کمپلکس جوړولو قرارداد (اضافه کاري) د تعدیل غوښتنه وکړه چې کمیسیون د ښارجوړولو او ځمکو او بهرنیو چارو وزارتونو د لا زیات وضاحت وړاندې کولو لپاره بېرته وګرځاوه. ترانسپورټ وزارت د ۱۵ کیلومټرو په اوږدوالي د مزار شریف ښار داخلي سړکونو پخولو او جوړولو قرارداد (د وخت له تمدید سره د قېمت زیاتوالی) د تعدیل وړاندیز ملي تدارکاتو کمیسیون ته وړاندې کړ چې د کمیسیون له لوري منظور شو. د ښارجوړولو او ځمکو وزارت له وړاندې د جوړو شویو ودانیزو توکو د تولید ـ څلورمه برخه (یو قلم اومه مواد) لپاره د ۱۶ قلمه اومه موادو د برابرولو او تدارک قرارداد د وخت تمدید غوښتنه کمیسیون ته وړاندې کړه او منظور شوه. د تدارکاتو ملي ادارې د ملي دفاع، کورنیو چارو او عامې روغتیا وزارتونو د اړتیا وړ درملو د پوره کولو لپاره د ملي تدارکاتو ادارې، عامې روغتیا او ملي دفاع وزارتونو او د افغانستان د روغتیایي محصولاتو او درملو صنعت ټولنې ترمنځ د پنځه اړخیزه تفاهم لیک د منظورۍ وړاندیز وکړ چې د ملي تدارکاتو کمیسیون له لوري تایید شو. ملي دفاع وزارت د ملي اردو منسوبینو اړتیا وړ د یوه مخابراتي شرکت د ځانګړو انټرنېټي بستو د تصحیح منظورۍ وړاندیز وکړ چې د کمیسیون له لوري تایید شو. خو د ملي انکشاف عملیاتي او حمایوي ادارې اړوند په ۱۰ ولایتونو کې د ۵۰۰ مټریک عصري سړو خونو د کمپلکس جوړولو پروژې د قرارداد ورکړې غوښتنه د لا زیاتو ارزونو په موخه بېرته وګرځول شوه. پر دې سربېره د ۱۱ قلمه صحرایي تحکمیاتي توکو د تدارک قرارداد هم د لا زیاتو ارزونو په موخه بېرته وګرځول شو. همداراز د اجنډا مطابق په دې غونډه کې د کمیسیون غړو د دې کمیسیون د پخوانیو فیصلو د لارښوونې د تحقق پر راپور بحث وکړ چې یو شمېر یې بېرته وګرځول شول او نور یې منظور شول. پاى ذ
3 3 دقیقې لوستل