کابل باختر د زمري څوارلسمه :
اووه تنه وسله وال طالبان په روزکان ولايت کې له پوځيانو سره په نښته کې ووژل شول .
دغه جګړه د روزکان ولايت د مرکز ترينکوټ ښار په مربوطاتوکې هغه وخت ونښته چې يوې ډلې يرغلګرو د پوځيانو د سپرلۍ په کاروان بريد وکړ .
د روزګان ولايت د مرکز ترينکوټ ښار يوه امنيتي مسوول د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په دې نښته کې اووه تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي .
ده وويل: په يرغلګرو هغه وخت د پوځيانو له خوا بريد وشو چې غوښتل يې په ترينکوټ ښارکې د دوى په کاروان بريد وکړي .
ويل کيږي؛ په دې جګړه کې پوځيانو ته زيان نه دى اوښتى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ