فرهنګ

محمدطاهرزهیر: افغانستان د ټولوافغانانو ګډ کوردی

 

کابل/ د وږي ۱۹مه/ باختر

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست او نوماند وزیر د ترکمنو له یو شمېر مشرانو او ځوانانو سره وکتل.

په دې کتنه کې د ترکمنو مشرانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په مرکزي او ولایتي دفترونو کې د یو شمېر ترکمني ځوانانو د جذب  او د ترکمني ژبې او ادبیاتو د پرمختګ په اړه خبرې وکړې.

وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست او نوماند وزیر محمد طاهر زهیر خبرې وکړې او  ویې ویل چې ترکمنان د افغانستان ویاړ دی او د تاریخ په اوږدو کې یې د ملت او هېواد لپاره  په بېلابېلو برخو کې ویاړونه ګټلي دي.

همدارنګه محمدطاهر زهیر په اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت کې د ترکمنو د کادرونو د جذب په برخه کې د هراړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته