-کابل باختر د تلې لومړي:
دهرات ولايت په شينډنډ ولسوالۍ کې دماين دچاودنې له امله پنځه تنه ملکي وګړي ټپيان شول .
په دې پيښه کې چې دشينډنډ ولسوالۍ په بازارکې ترسره شوه يوه نجلۍ ، يوسړى او درې تنه ماشومان ټپيان شول .
دغه ټپيان روغتيايي مرکز ته ليږدول شوي او تر درملنې لاندې دي .
دهرات دوالي وياند جيلاني فرهاد وسله وال طالبان ددغې پيښې عامل وبلل اووويل چې دعاملانو دپيژندنې او نيولو لپاره پلټنې پيل شوي دي .
ديوبل خبر له مخې: په تيرو څلورويشتو ساعتو کې دترافيکي پيښو له امله يوتن وژل شوى اوشل تنه نور ټپيان شوي دي .
په يوه پيښه کې چې دکرخ ولسوالۍ په سړک کې له يوه تراکتور سره دګړندي موټر دټکر له امله رامنځته شوه يوځوان ووژل شو .
په همدې حال کې شل تنه نور دهرات ولايت په اړوندو ولسواليو او مرکز کې دبيلابيلو ترافيکي پيښو له امله ټپيان شوي اوهمدااوس ددرملنې لاندې دي .
دهرات دمرکز روغتون وياند دټپيانو روغتيا يي حالت مخ په ښه والي بللى دى .
2 1 دقیقه لوستل