کابل باختر د لړم د مياشتې ٢٠ نيټه :
د افغانستان د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني نن د اروپا اتحاديې له استازې ميرمن موګريني سره په منځنۍ آسيا کې د دوامدار امنيت د نړيوالې غوڼدې ترڅنګ وکتل.
د بهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د کتنې په پيل کې د بهرنيو چارو وزير له دموکراسۍ، د انتخاباتو د ترسره کولو، د سولې د بهير او د بشر له حقوقو څخه د اروپا اتحاديې د دوامدار ملاتړ له امله قدرداني وکړه او د سيمه ييزې اجماع لپاره د افغانستان د اسلامي جمهوريت له هلو ځلو څخه د اروپا اتحاديې د ملاتړ غوښتنه وکړه.
وروسته د اروپا اتحاديې جګپوړې استازې د سولې او د سيمه ييزې اجماع د رامنځته کولو په لاره کې د افغانستان له هلوځلو څخه د اروپا اتحاديې په هر اړخيز ملاتړ ټينګار وکړ او د افغانستان لپاره يې د اروپا ژمنې دوامدارې وبللې.
پاى ج ذ
0 1 دقیقه لوستل