امنیت

دقندهار د عالمانو شورا مرستيال ووژل شو

کابل باختر دلړم دمياشتې ٢٠
دقندهار دعالمانو د شورا مرستيال د وسله والو طالبانو په بريدکې ووژل شو.
حاجي آغا نن دقندهار ښار په لومړۍ حوزې کې د جنګياليو ډلو له خوا ډزې وشوې او ووژل شو.
دقندهار ښار يو امنيتي مسوول باختر آژانس ته وويل چې په دې بريدکې د قندهار دعالمانو د شورا د مرستيال يو تن ملګرى ټپي شوى دى .
ده وسله وال طالبان د دغې وژنې مسوول وباله او وويل چې په دې باب پلټنې پيل شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته