ښوونه او روزنه

دلوړو زده کړو په موسسوکې دشموليت ازموينه پيل شوه .

کابل باختر دلړم ديرشمه :
دهيواد په پوهنتونونو او دلوړو زد کړو په موسسو دشموليت په مقصد په غور ولايت کې ازموينه واخستل شوه .
په دې ازموينه کې دغور ولايت دمرکز او اړوندو ولسواليو له بيلابيلو ښونځيو څخه ددولسمو ټولګيو څه دپاسه ٢٠٠٠ تنو فارغانو ګډون کړى و چې ٢٥٠ تنه يې نجونې وې .
دفيروز کوه له ښار څخه دباختراژانس دخبريال د خبر له مخې ددغې ازموينې بهير چې دسلطان علاوالدين غوري په ليسه کې واخستل شوه دلوړو زده کړو وزارت استازي دغور ولايت دلوړو زده کړو دموسسې استادانو دامنيې قوماندانۍ او دملي امنيت درياست استازو وڅاره .
دغور والي سيماجوينده  دازموينې داخستلو د شفافيت په اصل باندې ټينګار وکړ او ويې ويل چې دروان کال په ازموينه کې  هيڅ راز فشار او درغلي  نه ده شوې او ازموينه په بشپړه توګه دامنيت او شفافيت په فضا کې  واخستل شوه .
   دغور ولايت دپوهنې رييس صبغت الله اکبري د باختراژانس خبريال ته وويل چې دامنيتي ګواښونو له امله په روان کال کې دتيرو کلونو په پرتله په غور ولايت کې دکانکور په ازموينه کې دداوطلبو برخه والو شمير کم دى .
دغور ولايت دلوړو زده کړو د موسسې رييس پوهنيار  عطاالله فاضلي دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغور ولايت دلوړو زده کړو موسسه دجوړيدو له وخت څخه تراوسه پورې ٨ ديپارتمنتونه لري چې ددري ، انګليسي ، کمپيوتر ساينس  ، کيميا ، بيولوژي  ، فزيک  ، رياضي او داسلامي ثقافت  ديپارتمنتونه پکې شامل دي او په هغو کې څه ناڅه ٤٠٠٠ تنه محصلان په زده کړې بوخت دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته