Uncategorized

د سالنګونولویه لاره تراوسه هم د ترافیکوپرمخ تړلې ده

کابل / د مرغومې ۸ / باختر
د سالنګونو د لوی لارې د ساتنې او څارنې مسوول وايي چې په دغه لاره کې د واورې اورښت درېدلی دی خو د توپان او په واټونو کې د پراته واورې په نسبت دغه لویه لاره تراوسه هم د ترافیکو پرمخ تړلې ده.
د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست سرپرست عبدالبشیرافغانزوی باخترآژانس ته وویل: ترهغه وخته چې ټوپان وي او واروه له واټ څخه پاک نشي د سالنګونولویه لاره به د ټولو موټرونو پرمخ تړلې وي.
هغه زیاته کړه چې د سالنګونو په لویه لاره کې د سهار له ۴بجوڅخه د واورې پاکول دوام لري او د هوا تودوخي منفي ۲۲ درجه ده او په راتلوونکي ۲۴ ساعتوکې د واورې اورښت احتمال نشته.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته