سیاستخبرونه

جمهوررییس غني د اروپایي ټولنې له پلاوي سره وکتل

۴۳- کابل / د سلواغې ۱۵ مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررییس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د اروپایي ټولنې د بشري مرستو، د بحران مدیریت او اضطراري حالاتو ته د ځواب وینې کمېسیون د غړي یانس لېنارچیچ  په مشرۍ د اروپایي ټولنې له پلاوي سره په کتنه کې د افغانستان بېلابېلو سیمو ته پر وخت د بشري مرستو رسولو په اړه خبرې وکړې.
باختر آژانس ته د جمهوري ریاست د ویندوی دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، لومړی یانس لېنارچیچ  خبرې وکړې او د دې ترڅنګ چې له افغانستان سره یې د اروپایي ټولنې د مرستو د دوام ډاډ ورکړ، ویې ویل: موږ د سولې په برخه کې د افغانستان حکومت د هڅو ستاینه او بشپړ ملاتړ کوو.  
یانس لېنارچیچ په افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتوالي ته په اشارې خپله اندېښنه څرګنده کړه، ویې ویل: د سولې په خبرو کې شرط باید د اوربند ټینګښت وي.
نوموړي وویل: دا پر افرادو نه، بلکې پر ارزښتونو او د قانون حاکمیت بریدونه دي او موږ د خپلواک او ملي حاکمیت لرونکي افغانستان غوښتونکي یوو.
د اروپایي ټولنې پلاوي له افغانستان سره د دې ټولنې د بشري مرستو د دوام ژمنه وکړه، ویې ویل: دغه مرستې به د بې طرفۍ او خپلواکۍ پر اصولو ترسره کېږي.
جمهوررییس غني د هېواد د روان وضعیت په اړه خبرې وکړې، ویې ویل: زموږ لپاره اساسي قانون او ارزښتونه ځانګړی اهمیت لري.
جمهوررییس له افغانستان سره د اروپایي ټولنې د اصولي او پر شرایطو ولاړ ملاتړ مننه وکړه، ویې ویل: موږ په جینوا کنفرانس کې د څارونکي میکانېزم تطبیق ته چې  د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلونو اهدافو ته په رسېدو کې له موږ سره مرسته کوي، ژمن یوو. همدا راز د بشري مرستو په برخه کې د مدیریت، شفافیت او حساب ورکولو پر لور په حرکت کې یوو او اته ملي برنامې د تطبیق په حال کې دي.
جمهوررییس دېته په اشارې چې امنیتي تړون په مرکز او ولایتونو کې په بشپړ ډول عملي کېږي وویل: موږ د سولې پروسې په اړه د امریکا متحدو ایالتونو نوې ادارې دریځ ته خوشبین یوو او بینیادي مسئله دا ده چې موږ د وړاندوینې وړ سولې پروسې او اساسي مشارکت پر لور د حرکت په حال کې یوو.
جمهوررییس محمد اشرف غني وویل: زموږ واضح موخه ډیموکراتیک، خپلواک او متعهد افغانستان دی چې پکې اساسي قانون او تېرې لاسته راوړنې خوندي او بېرته شاتګ ونه کړو.
هغه زیاته کړه: په دوحه کې د سولې پروسه دوام لري او ترڅنګ یې باید د اروپایې ټولنې په ګډون له ټولو دخیلو لوریو سره په دې اړه کار وشي او په نږدې راتلونکې کې به د ناټو دفاع وزیرانو کنفرانس په دې موضوع په هر اړخیز ډول کار وکړي.  
په دې کتنه کې د جمهوررییس لومړي مرستیال امرالله صالح د بشري وضعیت، له داخلي بېځایه شویو سره د مرستې  او هغې برنامې په اړه چې بېړنیو حالاتو ته د ځواب وینې په موخه له وزارتونو او د ملګرو ملتونو له دفتر سره په ۲۰۲۱ کال کې جوړه کړې، خبرې وکړې.
نوموړي د غیرحکومتي سازمانونو په اړه چې په بېلابېلو سکتورونو کې فعالیت لري، د هغوی د ننګونو او ستونزو په اړه معلومات ورکړل، ویې ویل: هڅه کوو هغو ملکي هېوادوالو ته چې د طالبانو په سیمو کې د بندیانو په څېر ژوند کوي، هم مرستې ورسوو.#
پای / ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته