کابل / د زمري ٢مه /باختر:
د پروان د مرکز چاريکارو ښار د تيلانچې په ساحه کې دڅه د پاسه دوه کيلومتره سړک د پخولو کار بشپړ او پرون پرانستل شو.
د پروان د کليو د بيا رغاونې اوپرمختيا رييس محفوظ الدين فکور باختر اژانس ته وويل: دغه سړک دڅه دپاسه دوه کيلومترو په اوږدوالي د عبدي باى له ساحې څخه تر تيلانچې پورې دوام لري چې د هند په مرسته د ١٧ مليونو افغانيو په لګښت جوړ شوى دى .
د دغه سړک د پرانستلو په مراسمو کې د پروان والي او په ملي شورا کې د دغه ولايت د خلکواستازې ذکيې سنګين او نورو چارواکو ګډون کړي و .
ختم _ج _اکرم