ښوونه او روزنه

د بغلان له پوهنتون څخه څه د پاسه زر تنه فارغ شول

 کابل باختردسلواغې دمياشتې٤ مه :
په روان کال کې د بغلان له پوهنتون څخه ١٢٧٥ تنه محصلان فارغ شوي دي.
د بغلان پوهنتون مرستيال محمد داوود محتاج يار دباختر آژانس له خبريال سره په مرکه کې وويل چې د ١٣٩٧ تعليمي کال په پاى ته رسيدو سره د نجونو او هلکانو په ګډون ١٢٧٥ تنه محصلان د بغلان پوهنتون له پوهنځيو څخه فارغ شوي دي.
محتاج يار وويل چې د بغلان پوهنتون اووه پوهنځي لري چې د نجونو او هلکانو په ګډون٥ زره ٢٤٣ تنه محصلان پکې په زده کړې بوخت دي او دغه پوهنتون د نوي تعليمي کال لپاره د ١٥٠٠ تنو نويو محصلانو د جذبولو ظرفيت لري.
د بغلان د پوهنتون مرستيال وويل چې د بغلان پوهنتون د ليلېې ودانۍ د هندوستان په مرسته د٢٦ ميليونو افغانيو په لګښت د لوړو زده کړو وزارت له خوا د جوړولو په حال کې ده چې کار يې په سلو کې ۲۰ بشپړ شوى دى .
ده وويل : په ١٣٩٨ کال کې په پام کې ده د پلخمري ښارد حسين خيلو په کلي کې دوه تدريسي ودانۍ هم جوړې شي.
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته