خبرونهاقتصادTOP

چارواکي: د ټاپي پروژې د چارو د پیل په پار اسلامي امارت هر ډول همکارۍ ته چمتو دی

کابل / د کب ۴ مه / باختر

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست وزیر مولوي عبدالرحمٰن راشد او د یاد وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي فضل‌الباري فضلي، په کابل کې د ترکمنستان سفیر خواجه عوض‌اوف او د ټاپي شرکت لوی رئیس محمد مراد امانوف سره وکتل.

په دې کتنه کې دواړو خواوو د ټاپي پروژې په اوږدو کې د ځمکو پر استملاک او د یادې پروژې د کار د پیل په موخه خبرې اترې وکړې.

د کرنې وزارت سرپرست وزیر وویل، چې د دې مهمې او اساسي پروژې د کار د پیل په پار اسلامي امارت هر ډول همکارۍ ته چمتو دی. هغه وویل: «ستاسو له تېرو او اوسنیو همکاریو او زحمتونو مننه او قدرداني کوو، د ترکمنستان هېواد تل د افغانستان له خلکو سره همکار پاتې شوی دی، په ځانګړې توګه د جهاد او د امارت په دوره کې، د ټاپي پروژې په هکله باید ووایو، چې ددې حیاتي پروژې د تحقق په پار هر ډول همکارۍ ته چمتو یوو، دا پروژه افغانستان او ترکمنستان دواړو هېوادونو ته ګټوره پروژه ده، دغه راز له دې پروژې څخه یو شمېر نور هېوادونه هم ګټه پورته کولای شي، ستاسو د طرحې د مطالعې په پار مو تخنیکي ټیم ګومارلی دی، چې تر ارزونې وروسته خپل راپور ژر تر ژره راسره شریکوي او دا پروژه پیلېږي، د دې طرحې تر مطالعې وروسته تاسو ترې خبروو، هر ډول ستونزه چې رامنځته شي ستونزه له منځه وړو.»

په ورته وخت کې د ټاپي شرکت رئیس د دې پروژې د کار د چټک پیل په هکله خبرې وکړې او ویې ویل: «ستاسو له ښو اړیکو مننه کوو، هیله مو داده، چې دا اړیکي لا پیاوړي شي، کار کولو ته چمتو یو، ددې پروژې د پلي کولو په پار د افغانستان قوانینو ته احترام لرو، خپل وړاندیزونه او طرحه مو در سره شریک کړل، هیله ده چې تاسو یې ژر تر ژره مطالعه کړئ، نږدې دوې اوونۍ وروسته بیا غونډه لرو او پر عملي کارونو خبرې کوو، زموږ هیله داده، که چېرې ستونزه رامنځته شي، د حل په پار یې اقدام وکړئ.»

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته