اقتصاد

دحامدکرزي دنړيوال هوايي ډګر نوي پارکينګ پرانستل شو .

-کابل باختر د زمري اته ويشتمه :
دحامدکرزي دنړيوال هوايي ډګر دپارکينګ  پروژه بشپړه او پرون دملکي هوايي چلند دادارې درييس محمود شاه حبيبي   په واسطه پرانستل شو او په رسمي ډول ګټې اخستنې ته وسپارل شو .
  دباختراژانس دخبرله مخې، دملکي هوايي چلند دادارې رييس  ددغې پروژې دپرانستلو په وخت کې وويل چې دحامدکرزي دنړيوال هوايي ډګر لپاره دمناسب پارکينګ جوړول ، هغه اقتصادي او نړيوال اهميت ته په پاملرنې سره چې دغه ډګر يې لري دملکي هوايي چلند دادارې دمشرتابه لپاره زيات اهميت درلود .
  دملکي هوايي چلند دادارې رييس  زياته کړه چې دحامدکرزي دنړيوال هوايي ډګر دپارکينګ له پروژې څخه په ګټې  اخستنې سره مسافرانو او هغو  نورو  هېوادوالو ته چې له دغه هوايي ډګر  څخه ګته اخلي نوې اسانتياوې  برابريږي .
ده وويل له دې وروسته ټول مسافران کولاى شي له شخصي ليږدونکو وسايطو او له  ښاري تکسيانو  څخه په استفادې سره ترمينل ته تر نږدې ساحې پورې وليږدول شي   په داسې حال کې چې مخکې له دې يواځې دولتي مقاماتو کولاى شول چې له دغو اسانتياوو څخه ګټه واخلي .
حبيبي زياته کړه چې دهېواد په ټولو هوايي ډګرونو کې  دنويو او داړتيا وړ اسانتياوو برابرول ، ددغې ادارې له کاري لومړيتوبونو څخه دي او دوى تل هڅه کوي چې دهېواداو هوايي  ترانسپورت په خدماتي لحاظ ښه والى ومومي .
ديادونې وړ ده چې دحامدکرزي دنړيوال هوايي ډګر دځمکنيو ليږدونکو وسايطو پارکينګ  دملکي هوايي چلند دادارې له پرمختيايي   بودجې څخه دکابو  اويا مليونو افغانيو په لګښت جوړ شوى دى .
دغه پارکينګ  په يوه وخت کې دڅه دپاسه اته سوه ښاري تکسيانو ظرفيت  لري او مسافرانو ته داسانتيا تر څنګ مالي عوايد يې دپارکينګ دفيس له درکه په مياشت کې څه دپاسه دوو مليونو افغانيو ته  لوړ شوي دي .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته