کابل باختر د لړم نهمه :
١٧ تنه ډار اچوونکي دهېواد په جنوب کې دنويو هوايي بريدونو له امله ووژل شول .
په دغو طالبانو نن سهار دقندهار ، روزګان او زابل په ولايتونوکې بريدونه وشول .
دهېواد په جنوب کې دملي اردويوه جګپوړي قوماندن باختراژانس ته وويل چې په دغو بريدونوکې ددريو بهرنيو په ګډن ١٧ تنه ډار اچوونکي ووژل شول .
ده وويل چې وژل شوي کسان دوسله والو طالبانو دډلې غړي وو .
ويل کيږي په دغو هوايي بريدونوچې دهيواد دهوايي ځواکونو له خوا ترسره شول دوسله والو طالبانو څومرکزونه له ټولو جنګي وسايلو سره يې ويجاړ شوي دي .
دملي اردو دغه جګپوړي قوماندان وايي چې په دغو بريدونوکې دسيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ