کابل باختر د وږي پنځمه :
نهه تنه وسله وال طالبان په سرپل ولايت کې له پوځيانوسره په نښته کې ووژل شول او څلور تنه نور يې ټپيان شول .
دغه جګړه تيره شپه دکوهستاناتو ولسوالۍ بازار ته څيرمه هغه وخت ونښته چې پوځيانو په يوې ډلې يرغلګرو ډزې وکړې .
په سرپل ولايت کې دملي اردو يوقوماندان دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې نښته کې نهه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او څلور تنه نور ټپيان شول .
ده وويل يرغلګر په تروريستي فعاليتونوبوخت و چې دپوځيانو له خوا پرې ډزې وشوې .
ويل کيږي چې په دې پيښه کې پوځيانو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .
داپه داسې حال کې ده چې په بشپړه توګه په تروريستي ډلو پورې داړوندو کسانو له شتون څخه دکوهستاناتو ولسوالۍ دپاکولو لپاره پوځي عمليات په خپل قوت سره دوام لري .
0 1 دقیقه لوستل