امنیت

یو سلو اووه طالب ترهګر وژل شوي دي

کابل/ باختر/ د چنګاښ ٩مه
په تېرو ۲۴ ساعتونوکې د افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو د ۱۲ پلان شوي ګډ تعرضي او چاڼیز عملیاتو، ۸۶ ځانګړې کوماندویي دندو او ۱۴ هوایي بریدونو په پایله کې ۱۰۷ تنه طالب ترهګر ووژل شول او ۲۷ تنه نور يې ټپيان شول.
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دغه عملیات د افغان هوایي ځواکونو او غوڅ ماموریت په ملاتړ په بلخ ، تخار، پکتیکا، زابل، بادغیس، فراه، فاریاب، روزګان، هلمند، هرات خوست، لوګر، غزني، کونړ او سرپل کې تر سره کړ شوي دي.
پای – ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته