نړۍ

په بغدادکې د يوه موټر بم چاودنه

بغدادباختر د ثور ٢٢
عراقي خبري سرچينو د بغداد په ختيځ صدر ښارګوټې کې په موټرکې د بمي چاودنې خبر ورکړ .
د را رسيدلو خبرونوله مخې: په دې چاودنه کې چې نن يوه سنتي بازار ته څېرمه وشوه؛ نږدې ٥٠ تنه ووژل شول او ١٠٠ تنه  تنه نور ټپيان شول
  د باختر خبري آژانس د عراق د خبري سرچينو د څرګندونوله مخې خبر ورکړ: دغه موټرچې بم پکې ايښودل شوى و؛ دعريده په نامه بازارته څېرمه دريدلي و.
تر اوسه پورې د دې چاودنې مسووليت چانه دى منلى، خو دداعش تروريستي ډلې تر اوسه پورې د عراق په پايتخت کې د څو چاودنو مسووليت په غاړه اخستى دى.
  عراقي ځواکونه په تېر يوه کال کې په دې بريالي شول، داعش زياتره هغه تروريستي ډلې چې د دغه هېواد ځينې سيمې يې نيولې دي؛ په شا وتمبوي او د بيجي، تکريت او رومادي په شان مهم ښارونه له تروريستانو څخه بېرته ونيسي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته