امنیت

دبدخشان په تګاب کې لس تنه طالبان ووژل شول

کابل باختر دوږي دمياشتې دريمه نيټه  :
لس تنه وسله وال طالبان  په بدخشان  ولايت  کې دنويو هوايي بريدونو په بهيرکې ووژل شول.
په دغو وسله والو طالبانو تيره شپه په تګاب ولسوالۍ کې دهېواد دهوايي  ځواکونوله خوا بريد وشو .
دافغانستان په شمال کې دملي اردو يو قوماندان باخترآژانس ته وويل ؛ چې په دې هوايي بريد کې لس تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
ده وويل دغه ډاراچوونکي  په خپل پټنځي کې  د يولړ ډاراچوو نکو فعاليتونو په سازمان ورکولو بوخت وو چې پرې  بريد وشو.
ويل کيږي په دې هوايي بريد کې دوسله والوطالبانو يو مرکز له وسلو سره يې له منځه تللى دى.
دبدخشان ولايت  دتګاب ولسوالۍ په وروستيو دوو کلونو کې  دوسله والو طالبانو دشتون اوفعاليت ډګر وو.
په دې موده کې يرغلګر څوځلې  ځپل شوي  دي خو بيرته پيدا شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته