امنیت

طالبانو ننګرهار کې د سر دروند زيان وليد

جلال آباد / د چنګاښ ١٩مه/ باختر
شل وسله وال طالبان ننګرهار کې د پوځيانو په نښته کې ووژل شول او يو شمېرنور ټپيان شول.
دغه نښته تېره شپه هغه وخت په خوږياڼيو ولسوالۍ کې رامنځته شوه چې په لسګونو يرغلګرو پرامنيتي پوستو برېدونه وکړل.
د هېواد په ختيځ کې د سيلاب قول اردو د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي: په دې جګړه کې د وسله والو طالبانو د يوسيمه ييز قوماندان ملاسنګرمل په ګډون شل وسله وال طالبان ووژل شول  اويوشمېر نورټپيان شول.
دغه قول اردو وايي، په خوږياڼيو کې پرامنيتي پوستو د بريد په وخت کې پردغو وسله والو طالبانو بريد وشو.
طالبانو تراوسه پورې په دې باب څه نه دي ويلي .
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته