نړۍ

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د حرکت المجاهدين له تروريستي شبکې سره د پاکستان د استخباراتي سازمان د اړيکو خبر ورکړ

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٢٤
په داسې حال کې چې د کونړ په ځينو سيمو د پاکستان راکټي او د توپونو بريدونه دوام لري؛ ددغه ولايت يو امنيتي مسوول د څه ناڅه اتو زرو طالبانو د شتون چې زياتره يې پاکستانيان دي؛ خبر ورکوي.
دکونړ ولايت امنيه قوماندان عبدالحبيب سيدخيلي ويلي دي چې طالبان ددغه ولايت په ځينو سيموکې فعال شوي دي او د طالبانو شمېر چې زياتره يې پاکستانيان دي؛ اتو زرو تنو ته رسيږي.
دى وايي چې په کونړ او نورستان کې طالبان په يوولسو تنظيمونو پورې تړلي دي او د البدر د ډلې، حرکت المجاهدين، لښکر طيبه او د القاعده تروريستان د افغان طالبانو ترڅنګ په کونړکې د دولتي عسکرو پرخلاف جنګيږي.
دکونړ ولايت دغه سيمه ييز مقام په داسې حال کې په دغه ولايت کې د څو مليتي تروريستانو د شتون خبر ورکوي چې دکونړ ولايت په ځينو سيمو د پاکستان راکټي او د توپونو بريدونه زيات شوي دي او د دغو بريدونو له زياتوالي سره جوخت د لښکرطيبه، البدر او د حرکت المجاهدين د تروريستانو په ګډون، د تروريستانو شمېر په دغه ولايت کې زيارت شوى دى .
د سياسي کارپوهانو په باور: سره له دې چې د پاکستاني پوځيانو لمسوونکي اقدامات په افغانستان کې د پاکستاني ډار اچوونکو د شتون په نامه بلل شوي دي؛ خو په حقيقت کې پاکستان هلې ځلې کوي په دغه شان بريدونو سره په نورستان او کونړ او د افغانستان په نورو سيموکې د زياتو طالبانو او آن دخپلو ګومارل شويو پوځيانو د ځاى پرځاى کولو لپاره زمينه برابره کړي چې داسې شوې ده او اوس يو زيات شمېر پاکستاني پوځيان په سيمه ييزو جاموکې نه يواځې په کونړ او نورستان کې د افغان عسکرو او د سيمې د خلکو پرخلاف جنګيږي، بلکې له دې لارې د افغانستان په نورو سيموکې نفوذ کړى دى .
يوې امريکايي خپرونې لانګ دار ژورنال په دې وروستيو وختوکې ليکلي دي: د حرکت المجاهدين ډله چې افراد يې د نورو تروريستي بهيرونوترڅنګ د افغانستان د ځينو ختيځو سيمو په نا امنۍ ، جګړو او ورانکاريوکې لاس لري؛ دغه راز د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د پاکستان له استخباراتي سازمانونو سره د حرکت المجاهدين د نږدې اړيکو خبره کړې ده او ويلي يې دي: په پاکستان کې د دغه تروريستي بهير د کار لپاره هيڅ خنډ نشته او مشر يې فضل الرحمن خليل په اسلام آباد کې ژوندکوي.
حرکت المجاهدين يو تروريستي سازمان دى چې د پاکستان آى ، اس ، آى د هغه په جوړولو او وده کې رول لري او له هغه څخه د هندوستان په کشمير او افغانستان کې د پاکستان په نيابتي جګړه کې ورڅخه استفاد شوې ده .
افغان سياسي کارپوهان په دې باور دي چې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د تروريستي شبکو په توګه د حرکت المجاهدين او د نورو مذهبي تندلارو ډلو په تثبيتولو سره بايد د دغو شبکو د عاملينو او ملاتړو د مجازاتو په فکرکې وي. ځکه يواځې غندل او يا د يو رپوټ وړاندې کول نه شي کولاى ستونزه حل کړي. ښه ده چې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د تروريستي شبکو او سازمانونو په ګډون د دغو سازمانونو ملاتړکوونکي هم له نظره ونه غورځوي او هغوى هم د بنديزونو په لست کې شامل کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته