فرهنګ

د آسيا دجنوب بنسټ ايښودونکى مړ شو

کابل -باختردمرغومي اتلسمه :
د آسيا دجنوب دمرکز بنسټ ايښودونکى او رييس مدنجيت سنګه پرون د درې نوي کلنى په عمر د فرانسې دجنوب په (نيس) ښارکې مړ شو .
دى يو پيژندل شوى نړيوال فرهنګي شخصيت او ديونسکو دښه نيت سفير وچې په خپل شخصي لګښت يې اتو هيوادونو ته دخدمت په مقصد د اسيا د جنوب مرکز جوړ کړى و .
د اطلاعاتو او فرهنګ وزير ډاکتر سيد مخدوم رهين په يو پيغام کې د افغانستان د فرهنګيانو په استازيتوب د خپلې ډاډګيرنې او خواخوږۍ مراتب څرګندکړل او د مدنجيت سنګه مړينه يې يوه نړيواله ضايعه  وبلله .
د اطلاعاتو او فرهنګ وزير دباختر اژانس خبريال ته وويل: فقيد مدنجيت سنګه نه يواځې پيژندل شوى پوه بلکې د اسيا دجنوب د هيوادونو خدمتګار و او يو داسې ستر انسان و چې خپل ژونديې د علم د پرمختګ او د دموکراسي، دبشر دحقوقو او د ښځې د حقوقو د تامينولو او د توپير د له منځه وړلو په شان د پتمنو مفاهيمو پياوړتياته وقف کړ .
  فقيد مدنجيت سنګه په اصل کې د هندوستان تبعه و او په فرانسه کې يې ژوند کاوه .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته