ټولنه

د اوبو رسولو اته شبکې په لغمان کې جوړېږي

۳۳- کابل / د لیندۍ ۱۹ مه / باختر
د اوبو رسولو د اتو شبکو په جوړېدو سره ټاکل شوې ده په لغمان کې زرګونه کورنۍ د لومړي ځل لپاره د څښاک روغتيايي اوبو ته لاسرسي پیدا کړي.
حکومت د کلیو د بیارغاونې او پرمختیا وزارت له لارې د اوبو رسولو د یادو شبکو د جوړولو لپاره ۲۶ میلیونه افغانۍ لګوي.
د لغمان د کلیو د بیارغاونې او پرمختیا ریاست یوه مسوول باختر آژانس ته وویل چې د اوبو رسولو دغې شبکې د لغمان په مهترلام ښار او د الیشنګ او الینګار ولسوالیو کې په یو کال کې جوړېږي.
هغه وویل چې د اوبو رسولو د دغو شبکو په جوړېدو سره نږدې درې زره کورنۍ د لومړي ځل لپاره روغتيايي اوبوته لاسرسي پيدا کوي.
پای/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته