ټولنه

د سمنګانو ولايت د خلکو ترانسپورتي ستونزې لرې شوې

 کابل باختر د سلواغي څلورمه :
له هغو دولسو پروژوڅخه چې په روان کال کې د سمنګانو ولايت د فوايدعامې رياست له خوا په دغه ولايت کې پيل شوې وې؛ د شپږو پروژو کار بشپړ شوى دى .
د سمنګانو ولايت د فوايدعامې رييس ضيا همايون باخترآژانس ته وويل: هغه پروژې چې د جوړولو چارې يې بشپړې شوې دي؛ په بر دره صوف کې د شپاړلسو کيلومترو په اوږدوالى د سړک جوړول اوکريړ اچول، په کوز دره صوف کې د شلو کيلومترو په اوږدوالى د سړک ترميمول او بيا جوړول، د خرم سارباغ  او روى دوآب د ولسواليو په تګلوري کې د څلويښتوکيلومترو په اوږدوالى د سړک جوړول، د ايبک، پلخمري په لاره کې د موټرو د تګ راتګ د يوه پله ترميمول او د دغه ولايت د فوايد عامې رياست د يوه احاطوي ديوال جوړول شامل دي.
ده زياته کړه: دغه پروژې د نړيوال بانک په مالي همکارۍ د درې پنځوس مليونو افغانيو په لګښت بشپړې شوې دي چې په بشپړيدو سره يې د دغو سيمو د خلکو ترانسپورتي ستونزې لرې شوې دي.
خبرحاى زياته کړه: د شپږو نورو پروژو د عملي کولوکارچې په خرم سارباغ ولسوالۍ کې د يو ويشتوکيلومترو په اوږدوالى دکليوالي سړک ترميمول او بيا جوړول،  د ارچه او د عرب هاى کابلي په کليوکې دلسو کيلومترو په اوږدوالى په سړک باندې کريړ اچول، د لوړو زده کړو د موسسې د سړک ترميمول او پخول او په ايبکو ښارکې د موټرو د تګ راتګ د يوه پله جوړول شامل دي؛ دوام لري .
د بر دره صوف ولسوال احمد علي حسيني وايي: يوه له دغو پروژوڅخه د بر دره صوف د دريوکيلومترو سړک جوړول دى چې د نولسو کليو د استوګنې سيمې د بر دره صوف ولسوالۍ له مرکز او د سرپل ولايت له بلخ آب ولسوالۍ او د باميانو ولايت له يکاولنګ  ولسوالۍ سره نښلوي .
ده زياته کړه: دغه سړک دومره سختو چې په ژمي کې په واټ کې  کنګل نيول کيدل او په حقيقت کې د استفادې وړ نه و؛ خو اوس دغه ستونزه لرې شوې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته