امنیت

په کندهار کې په سلګونوکيلوګرامه نشه يي توکي کشف شوي دي

کابل باختر دوري  اوولسمه

  په کندهار ولايت  کې دافغان او ناټو ځواکونو په عملياتوکې په سلګونو کيلوګرامه نشه يي توکي ترلاسه شوي دي .

 درارسيدلو خبرونو له مخې دغه  توکي پرون مازيګر دميوند ولسوالۍ په مربوطاتوکې دوسله والو طالبانو له يوې ډيپو څخه ترلاسه شوي دي .

 ناټو  باختر اژانس ديوي خبرپاڼې په ليږلو سره  ويلي دي چې له دغې ډيپو څخه څه ناڅه درې سوه اتلس کيلوګرامه نشه يي توکي  ترلاسه شوي دي .

  په خبرپاڼه کې ددغو عملياتو دجزئياتو په باب څه نه دى ويل شوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته