کابل باختر دسلواغې ٢٨ نيټه :
دهېواد ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو پرون د وسايطو ضد درې ماينونه کشف او شنډکړل.
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ. ډار اچوونکو د ننګرهار ولايت د بټي کوټ او د سره رود د ولسواليو په مربوطاتو کې د وسايطو ضد درې ماينونه ښخ کړي وو، چې له چاودنې مخکې د ملي اردو د ځواکونوله خوا کشف اوشنډکړى شول .
دغه راز د ننګرهار ولايت په مربوطاتو کې د کوماندو او هوايي ځواکونو د بريدونو په نتيجه کې پنځه تنه داعشيان ووژل شول او د هغوى دمهماتو درې ډيپوګانې او د اعاشوي توکو يوه ډيپو دړې وړې شوه. پاى ج ذ
1 د یوې دقیقې څخه لږ