_ کابل باختر دچنګاښ دمياشتې ٢٧ :
د بهرنيو چارو وزارت اداري او د منابعو معين ډاکتر نصيراحمدانديشه نن په کابل کې د امريکا د سفارت له مرستيال ستفين باندي سره وکتل.
د بهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته د خبرپاڼې په ليږلوسره ليکلي دي:
د دغې کتنې هدف د دغه سفارت د نوي مرستيال ريچاردرايلي معرفي کول او
د امنيتي، ديپلوماتيکي خدمتونو او بهرنيو اتباعو ته د امريکا د ويزې د صادرولو د نوې پاليسۍ د موضوعګانوپه باب خبرې اترې وې .
د بهرنيو چارو وزارت معين د امريکا سفارت د مرستيال په توګه د ريچارد رايلي د ټاکنې له امله مبارکې وويله او له ستيفن باندي څخه چې په افغانستان کې يې د ماموريت دوره پاى ته ر سيدلې ده، مننه وکړه او دغه راز د دواړو هېوادونو د اړيکو د پراختيا په لاره کې يې د ده هلې ځلې وستايلې .
2 1 دقیقه لوستل