امنیت

نهه تنه وسله وال طالبان په درز اب کې ووژل شول .

کابل باختر دچنګاښ يوولسمه :
دجوزجان ولايت په درز اب  ولسوالۍ کې  نهه تنه وسله وال طالبان دامنيتي ځانګړو ځواکونوپه عملياتو کې ووژل شول .
دجوزجان دامنيې قوماندانۍ وياند دباختراژانس خبريال ته وويل تيره شپه په لسګونو تنو ځانګړو قوتونو په درز اب ولسوالۍ کې پلي شول  او دکورنيو دپلټنې په عملياتو يې لاس پورې کړ چې له امله يې نهه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او شپږ تنه نور ټپيان شول .
خبرځاى زياته کړه چې په دغو عملياتوکې د دغې ولسوالۍ  څو کلي  دطالبانو له شتون څخه پاک شول او دامنيتي ځواکونو له خوا داستوګنې دکورونو دپلټنې بهير دوام لري .
  ختم_ سعيده _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته