ټولنه

يوه سړي دخپلو دوو ميرمنو سرونه غوڅ کړل

کابل باختر دغويي دمياشتې ٢٢ نيټه :              
دسرپل ولايت په صيادولسوالۍ کې  يو تن دخپلو دوو ميرمنو سرونه غوڅ کړل  او   وتښتيد.
دسرپل دوالي وياند ذبيح الله  اماني باخترآژانس ته وويل ؛   دصياد ولسوالۍ  دناوه دار دکلي دملي پيوستون دشورا رئيس تيره شپه دخپلو دوو  ميرمنو سرونه غوڅ کړل   او له ساحې څخه وتښتيد.
اماني زياته کړه : دغه پيښه  داقسوي سيمې دناوه دار په کلي کې  چې دطالبانو تر ادارې لاندې ده، دکورني  تاوتريخوالي له امله رامنځته شوې ده ، ددغې پيښې  دڅيړنې  لپاره دکشفي  ارګانونو څيړنې دوام لري.
دسرپل  ولايت   دښځو دچارو رئيسې  نسيمې آرزو   ددغه خبر په تائيدولوسره  وويل: قاتل  له ساحې څخه تښتيدلى  دى او امنيتي ځواکونه اوطالبان دهغه دنيولو په لټه کې دي.
آرزو زياته کړه: دروان کال له پيل څخه تراوسه پورې دښځو پرخلاف  دتاوتريخوالي شل قضيې  دسرپل ولايت دښځود چارو په اداره کې  ثبتې شوي دي  چې درې ځان وژنې اويو قتل هم پکې شامل  دى.
پاى ج ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته