فرهنګ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مشرتابه پیغام

 کابل / د غبرګولي ۴ مه / باختر
د نېکمرغه کوچني اختر په مناسبت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مشرتابه پیغام
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت رهبري د نېکمرغه کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت د افغانستان او نړۍ ټولو مسلمانانو ته د زړه له تله مبارکي وایي. د خوښۍ ځای دی چې زموږ پر دین مین ولس په هېواد کې د جګړو له دوام، د کرونا ویروس له خپرېدو او نورو ګڼو ستونزو سره سره، د طاعتونو، عبادتونو او د نفس د تزکیې میاشت په خپل کلک ایمان او ټینګې اسلامی عقیدې سره پای ته ورسوله او له دغه ستر الهي آزمونه یو ځل بیا بریالی او سرلوړی راووت.
له بده مرغه د روژې په مبارکه میاشت کې د افغانستان د اتل وسله وال پوځ د اړوندوانو په ګډون زموږ یو شمېر هېوادال په ترهګریزو بریدونو کې په شهادت ورسېدل او د طبي پرسونل په ګډون یو شمېر نورو هم د کووېډ-۱۹ ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ. موږ د ټولو شهیدانو پا ک روح ته دعا کوو او له کورنیو سره یې خواخوږي او همدردي شریکوو. کوچنی اختر پر خپل عقیدتي ارزښت سربېره ستر ټولنیز ارزښت هم لري. اختر په حقیقت کې د ټولنیزې سولې او پخلاینې، زغم، صبر او دوه اړخیز درناوي جشن دی؛ خو له بده مرغه موږ سږکال کوچنی اختر په عادی شرایطو کې نه نمانځو. کرونا ویروس د خپرېدو په حال کې دی او زموږ د ټولو سلامتیا او ژوند ګواښي. له دې امله موږ باید د ځان، کورنۍ، خپلوانو، دوستانو، همکارانو او ټول ملت د روغتیا د ژغورلو په موخه د اختر په ورځو کې روغتیایي سپارښتنې او پیغامونه په کلکه رعایت کړو. موږ د کوچني اختر په ویاړ په جګړه کې ټول ښکیل لوري اوربند ته رابولو. لکه پورته چې وویل شول اختر د ټولنیزې سولې او پخلاینې جشن دی، له دې امله باید ښکیلې خواوې د اختر په درناوي له تاوتریخوالي او جګړو ډډه وکړي. موږ پر شتمنو هېوادوالو غږ کوو چې د روژې په څېر د اختر په ورځو کې هم له بې وزلو سره مرسته وکړي.
په پای کې یو ځل بیا د کوچني اختر په مناسبت تاسې ټولو ته د زړه له تله مبارکي وایو.
پای.ن.ش

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته