روغتیا

د خصوصي روغتونونو ټولنې د اجرائیه ریاست له لومړي مرستيال سره وکتل

کابل باختر د سلواغې اووه ويشتمه :
دخصوصي روغتونونو ټولنې یو شمیر غړو د اجرائیه ریاست له لومړي مرستيال انجينیر محمد خان سره په هېواد کې د خصوصي روغتونو په ستونزو او لاسته راوړنو خبرې وکړې.
داجرايه رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ.
د خصوصي روغتونونو  ټولنې مشر فردین غرمان په هېواد کې د روغتیا په برخه کې د یادې ټولنې دبرياليتوبونوپه باب خبرې وکړې او زیاته يې کړه چې خصوصي روغتونونو د دولتي روغتونونو تر څنګ د ناروغانو په درملنه کې د پام وړ رول لوبولی شي.
غرمان و ویل چې اوس خصوصي روغتونونه  د زړه عملیات او د لاسونو او پښو پیوندونه په لږ لګښت تر سره کوي او بهرنیو هېوادونو ته د ناروغاتو د تګ اړتیا يې کمه کړې ده.
د خصوصي روغتونونو ټولنې درئیس د دایمي ملکیتونو نه شتون، د برېښنا پرچاوي او کمزورتيا او د مالیو زیاتوالی هغه ستونزې وبللې چې د دوی فعالیتونه يې له خنډ او ځنډ سره مخ کړي دي.
د دغې ټولنې مرستيال احمد جاوید عالمي له دولت په ځانګړې توګه د ښاروالۍ له ریاست څخه وغوښتل چې روغتونونو ته د ځای په اړه له خصوصي سکټور سره مرسته وکړي تر څو په دغه برخه کې شته ستونزې حل شي.
د اجرائیه ریاست لومړي مرستيال انجینیر محمد خان د دوی ستونزې پر ځای وبللې او زیاته يې کړه چې یادې ستونزې به د عامې روغتیا وزارت او د وزیرانو شورا له لارې تعقیب او د حل لپاره به يې اجرايه رياست اوچت کړي.
لومړي مرستيال و ویل  دولت اړ دی چې د خصوصي سکټور لاسنیوی وکړي؛ ځکه خصوصي سکټور له دولت سره یو ځای خلکو ته خدمتونه وړاندې کوي.
داجرايه رياست لومړي مرستیال له نوموړي انجمن څخه وغوښتل چې د معیاري خدمتونو او باکیفیته درملو په وړاندې کولو سره هغه اندېښنې لرې کړي چې هېوادوال يې بهرنیو هېوادونو ته د درملنې لپاره اړ کړي او د هغې پانګې مخه ونیسي چې هر کال د درملنې لپاره بهر ته لېږدول کیږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته