کابل باختر د زمري ٢٧مه
د پوځيانو په هغو عملياتو کې چې له دوو ورځو راپدېخوا د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې ترسره شوي، پکې درې وسله وال طالبان وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي.
د فراه د امنيې قوماندانۍ وياند محب الله محب باختراژانس ته وويل، دغه عمليات چې د بالابلوک ولسوالۍ په نا امنو سيمو کې ترسره شول پکې درې وسله وال طالبان وژل شوي، څلور نور ټپيان شوي او د دغې ولسوالۍ ټول کلي د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاک شوي دي.
هغه زياته کړه، په عملياتو کې د طالبانو څو سنګرونه هم ويجاړ شوي دي او د دوى يوه اندازه جنګي وسايل د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
د يادونې وړ ده چې د تېرې يوې مياشتې په بهير کې په فراه کې د پوځيانو په ځمکنيو او هوايي عملياتو کې په سلګونو وسله وال طالبان وژل شوي او يوشمېر نور يې ټپيان شوي دي.
ختم _ عطاالله _ اکرم