ټولنه

دآلمان هېواد دتخت رستم سړک دپخولو او د ډبرينې استوپې دتم ځاى دجوړولو کار بشپړ کړ

کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ٢٢ :
دسمنګانو ولايت په مرکز ايبکو کې دتخت  رستم سړک دپخولو او دډبرينې
استوپې  دتم ځاى د جوړولو کار دآلمان ددولت په مالي مرسته بشپړ او داستفادې وړ وګرځيدل.
په مزارشريف کې دآلمان دسر قونسل مرستيال  الکساندر ترملي په هغې کتنه کې  چې دسمنګانو دوالي  محمدهاشم زارع سره يې   لرله  وويل ؛   سمنګانو ته  زموږ دسفر موخه د تخت رستم سړک دپخولو او ډبرينې استوپې دتم ځاى  پرانستل  اوله هغو څخه د ګټې اخيستنې پيل او دهغو پروژو دستونزو څيړنه ده چې دالمان ددولت  له خوا په دغه ولايت کې دوام  لري .
ده  وويل چې دالمان دولت همدا اوس  د  جي آى  زيد  دبيلابيلو پروګرامونو له لارې په دغه ولايت کې يوشمير پروژې تر کار لاندې لري اوپه مليونونو ډالره يې  دغو پروژو ته بيل کړي او کار يې دوام لري .
دغه  الماني مقام  دسمنګانو ولايت دبيلابيلو برخو په بيا جوړولو کې  دخپل هېواد داوږد مهالو همکاريو ډاډ ورکړ او ويې ويل چې  موږ په سمنګانو کې اوږدمهال پرمختيايي پلانونه  جوړ کړل او هغه پروژې چې همدا اوس بشپړې شوي دي او کار يې دوام لري ددغه پروګرام پيل دى  او په راتلوونکي کې په پام کې لرو چې په دغه ولايت کې  ښيې بنسټيزې اوپرمختيايي پروژې برابرې کړو.
وروسته  دولايت دمشرتابه هيئت او دالمان دسر قونسل مرستيال دتخت رستم سړک  دپخولو  اود ډبرينې استوپې  دوسايطو  دتم ځاى پروژه   چې ددغه هېواد په مالي مرسته په تيرو شپږو مياشتو کې جوړه شوې وه پرانستله او دسمنګانو ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رياست له مسوولينو سره يې ژمنه وکړه چې ددغې استوپې پاتې پيشنهادي پروژې داطلاعاتواو فرهنګ له وزارت سره په تفاهم کې په  راتلونکي کې عملي کوو.
دسمنګانو ولايت داطلاعاتو او فرهنګ رئيس فتح الله وافي دڅرګندونوله مخې  په دې پروژه کې  د ٢٦٠ مترو په اوږدوالي  او دشپږو مترو په سور داستوپې سړک په اساسي ډول پوخ شوى دى او دسلوليږدونکو په ظرفيت دوسايطو يو تم ځاى  جوړ شوى دى   خو ددغې استوپې  دشنې ساحې دخړوبولو په موخه ديوې  ژورې څاه دکيندلو کار دوام لري .
ديادونې وړ ده چې دالمان هېواد دغه  مسوول ددغې پروژې په باب دمعلوماتو له وړاندې کولو څخه ډډه  وکړه او ويې ويل په هغه صورت کې چې ددغې استوپې پيشنهادي پروژې په  راتلوونکي کې تطبيقې شي شميرنې به يې درسينو په واک کې ورکړي.
ديادونې وړ ده   چې دتخت رستم   ډبرينه استوپه  دسمنګانو و لايت دمرکز ايبکو ښار د جنوب په درې کيلومترۍ واټن کې  موقعيت لري اوکارپوهان  هغه په افغانستان کې دکوشانيانو په دورې پورې اړوند بولي چې دغه تاريخي ځاى له پخوانۍ زمانې څخه يو  له پاتې شويو   عجايباتو څخه دى او دتخت رستم په نامه ياديږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته