کابل باختر دزمري دمياشتې ٢٣نيټه : د کابل ښار د تجارت مسلکي ليسې په وړاندې د يوه مقناطيسي ماين د چاودنې له امله درې تنه ټپيان شول . د باختر آژانس خبريال د عيني شاهدانو له خولې خبر راکړ چې په دې پيښه کې درې تنه ټپيان شوي دي . تر اوسه پورې پوليسو په دې باب نظر نه دی څرګند کړی. پاى ج ذ
1 د یوې دقیقې څخه لږ