سیاستخبرونهTOP

مولوي امیرخان متقي: اسلامي امارت د بشري او پرمختيايي کارونو له پاره ښه چاپېريال رامنځته کړی

کابل، د مرغومې ۲۷مه، باختر

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري او پرمختيايي چارو نوي مسؤول او د يوناما له مرستيال اندريکا رتواتي، سره وکتل.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وايي چې په دې کتنه کې مولوي امیرخان متقي اندريکا ته د هغه د نوې دندې له کبله مبارکي ورکړه او د يوناما له تلونکي مرستيال، ډانيل انډريس، څخه يې د هغه د ښه مديريت او هلو ځلو له کبله مننه وکړه او هغه ته يې د نوموړي په راتلونکې دندې کې د برياليتوب غوښتنه وکړه.

مولوي امیرخان متقي وویل چې د افغانستان اسلامي امارت په افغانستان کې د بشري او پرمختيايي کارونو له پاره ښه چاپېريال رامنځته کړی چې له برکته يې په تېرو څه باندې دوو کلونو کې په دغه برخې کې کارونه په ښه ډول پر مخ تللي.

ورته مهال اندريکا د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ په چوکاټ کې د اسيا پاسيفيک سيمې د رئيس په توګه خپلې مخکېنۍ دندې ته په اشارې سره وويل چې له دې وړاندې يې هم د افغانانو د ستونزو، په ځانګړې توګه په ګاونډيو هېوادونو کې مېشتو او راستنېدونکو افغانانو د ستونزو، کمولو له پاره هلې ځلې کړي، او هوډ لري چې په نوې دندې کې به په بشري او پرمختيايي ډګر کې د افغانانو د لاسنيوي له پاره لا ډېر کار وکړي..

د کتنې په پای کې د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي اندريکا ته د اسلامي امارت له خوا د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته