امنیت

دداعش کسانو په لوګر کې يوه زيارت ته اور واچاوه .

کابل باختر د کب دريمه :
دداعش دډلې  غړو پرون په لوګر ولايت کې  يوه زيارت ته اورواچاوه .
دلوګر ولايت دڅرخ  ولسوال خليل الله کمال دباختراژانس خبريال ته وويل:  دداعش دډلې غړو دڅرخ ولسوالۍ  په بندوکه کلي کې  دخواجه  علي  ( رح )   زيارت ته اور واچاوه .
  يوه اړونده خبرځاى وويل  دغو کسانو غوښتل چې په پوليسو ددغه عمل دترسره کولو تور ولګوي خو هغه خلک هم چې دزيارت لپاره سيمې ته ورغلي وو ددغې صحنې شاهدان وو .
ويل کيږي  چې دسيمې اوسيدونکي  په اړوندو سيمو کې ددغوکسانو دشتون له امله  په تنګ  شوي دي . 
دا په داسې حال کې ده چې پخوا هم دوى داستوګنې کورونو ته ننوتي و او دخلکو ټلويزيونونه او انتنونه يې مات کړي و او اوس يې په سيمه کې يوه تاريخي زيارت ته اور واچاوه .
  دڅرخ ولسوال زيات کړه چې ټاکل شوې ده په نږدې  راتلوونکي کې  دداعش دافرادو  له شتون څخه ددغې ولسوالۍ دپاکولو په مقصد دامنيتي ځواکونو له خوا عمليات پيل شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته