کابل باختر د ثور اتمه :
په ننګرهار ولايت کې له پاکستان څخه په شپږ سوه راستنو شويو کورنيو سره نغدي مرسته وشوه .
په دې دوره کې هرې کورنۍ ته له شپږو زرو څخه تر دولسو زرو افغانيو پورې دننګرهار ولايت دمهاجرينو دراستنولو دچارو رياست له لارې د اس سي اي دنړيوالو خوړواو مرستندويو بنسټونو دسازمان له خوا ويشل شوي دي .
دننګرهار ولايت دراستنو شويو او مهاجرينو دچارو رييس غلام حيدر فقير زي دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه شپږ سوه کورنۍ له پاکستان څخه نوي هيوادته راستانه شوي دي .
ده تاييد کړه چې په هرې کورنۍ له شپږو زرو افغانيو څخه تر دولسو زرو افغانيو پورې نغدې پيسې مرستې شوې دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ