امنیت

څلور تنه وسله وال طالبان په کاپيسا کې ووژل شول.

کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ٢٣
څلور تنه وسله وال طالبان تيره شپه په کاپيسا ولايت کې دامنيتي ځواکونو د ګډو چاڼيز عملياتو په بهير کې ووژل شول.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
دملي اردو ځواکونو دسيمه ييزو پوليسو په همکارۍ دکاپيسا ولايت دنجراب ولسوالۍ په مربوطاتو کې د  آلماس – ١٥ په نامه عمليات ترسره کړل چې  له امله يې څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول او دوه تنه نور  يې ټپيان  شول.
په دغو عملياتو کې چې  د ډار اچونکو دځپلو مقصد ترسره شول يوه اندازه سپکې او درندې وسلې او چاوديدونکي توکې هم په عملياتو کې د شاملو ځواکونو لاسته ورغلي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته