خبرونهامنیت

کابل ښار کې څلور تنه نامتو غله ونیول شول

کابل، چنګاښ۲۷مه، باختر

امنیتي چارواکو په کابل ښار کې د څلورو نامتو غلو د نیول کېدو خبر ورکړی دی.

د کابل ښار د لومړۍ امنيتي حوزې جنايي مدیر مولوي محمد نعمان ریحان باختر آژانس ته وویل، چې دغه څلور تنه غله د ښار د لومړۍ امنیتي حوزې په اړوندو کې نیول شوي دي.

د ریحان په خبره په نیول شویو غلو کې میرویس چې په نواسه خطاب مشهور دی، حسیب الرحمن چې په حسیب شاه شهید مشهور دی او شکرالله چې په کچالو مشهور دی هم شامل دي.

نوموړي همدارنګه وویل، چې نیول شویو کسانو په کابل ښار کې په ګڼو وسلوالو غلاوو او تښتوونو کې لاس درلود.

سرچینه زیاتوي چې په نیول شویو کې د میرویس نومي کس څخه ۱۲۰۰ چرګان ترلاسه شوي چې د کابل له ده سبز ولسوالۍ څخه يې غلا کړي وو.

د لومړۍ امنيتي حوزې جنايي مدیر وویل، چې دغه کسان تر دې وړاندې هم څو ځله نیول شوي او بندیان شوي وو، خو په وینا يې بیا هم له غلا او شکوونو څخه لاس په سر شوي نه دي.

د سرچینې په خبره د نیول شویو کسانو دوسیې بشپړې شوي او ژر به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

هېره دې نه وي چې امنيتي ځواکونو تر دې وړاندې هم په کابل ښار کې د یو شمېر مشهورو غلو د نیول کېدو خبر ورکړی وو.

افغانمل

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته