کابل باختر دسلواغي دويمه
په کاپيسا ولايت کې پرون دچاودنې له امله دوه تنه ماشومان ووژل شول او درې تنه نور يې ټپيان شول .
دباختر داطﻻاعاتي اژانس دخبرله مخې دغه پيښه پرون دکاپيسا ولايت په مرکز پوري اړوند په شوخي سيمه کې دټانک دګولۍ دسرګلولې دچاودنې له امله رامنځته شوه .
عيني شاهدان وايي دغه سرګلوله له تيرو وختونو څخه دکثافاتو په يوه لوښې کې پاتې وه .
دعيني شاهدانو دڅرګندونوله مخې چاودنه هغه وخت رامنځته شوه چې ماشومانو دکثافاتو په لوښې کې اوربل کړي و .
دشهيد عبدالصبور فريد دروغتون سرطبيب ډاکتر عبدالله نصرت وايي چې په دې پيښه کې دوه تنه ماشومان وژل شوي او درې تنه نور يې ټپيان شوي دي .
د ډاکتر نصرت دڅرګندونوله مخې دټپي ماشومانو روغتيايي حالت مخ په ښه والې دي .