کابل، د چنګاښ ۲۷ مه، باختر
د کرونا واکسین د تطبیق کمپاین پرون په پروان ولایت کې پیل شو.
د پروان د عامې روغتیا ریاست د کتلوي معافیت څانګې مسوول ډاکتراحمد ضیا صابري د باخترآژانس خبریال ته وویل، چې ټاکل شوې ده په دې کمپاین کې له ۱۸ کلنۍ څخه پورته د پروان څه د پاسه ۱۳۶۰۰۰ خلک واکسین شي.
هغه کرونا یو ساري ویروس وباله او د دغه ولایت له خلکو یې وغوښتل چې د کرونا ناروغۍ په وړاندې ځانونه واکسین کړي.
د پروان د کوید ۱۹ روغتون مسوول ډاکتر عبدالحمید عالمي ژکفر په دغه ولایت کې د کرونا د پېښو زیاتوالی تایید کړ او ويې ویل چې په ۲۴ ساعتو کې ۶۲ سمپلونه اخیستل شوې دي چې ۳۵ نمونې یې مثبتې وې.
ع