امنیت

په هرات کې دنشه يي توکو دجوړونکو کيمياوي توکو کشف .

کابل باختر دچنګاښ څلورمه :
دهرات دعامه نظم پوليس په هرات ښار کې دکيمياوي  توکو په کشفولو بريالي شول .
اووه سوه پنځوس  کيلوګرامه کيمياوي  توکې چې دنشه يي توکو په جوړولو  کې کارول کيږي دعامه نظم او امن دپوليسو دددريمې لوا  ددريم کنډک د پرسونل له خوا دهرات ولايت دانجيل ولسوالۍ داسياب کلوخي په سيمه کې  کشف او ضبط شول .
دهرات ولايت دامنيې قوماندانۍ يوه مسوول دباختراژانس خبريال ته وويل چې دالمونيم بيکال تثبيت په بنيت په  نامه  دغه کيمياوي  توکي په ديرشو بوريو کې ځاى پرځاى کړى شوي و چې دتيرې شپې ديوولسو بجو په شاوخوا کې په داسې حال کې چې دعامه نظم او امن ددريمې لوا ددريم کنډک دښاري پرسونل ګرځنده ګزمه  دګزمې په حال کې وه دهرات ولايت دانجنيل ولسوالۍ  د اسياب  کلوخي په سيمه کې ترلاسه شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته